https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
لېوال سېک
لېوال سيک، د لېوال شرکت د پاکې انرژۍ څانګه ده، زموږ لیدلورى د نوښتيزې، غوره او ارزانه شنې انرژي اسانتياوې چمتو کول دي د ځيرک ګريد، ځيرک مايکرو ګريډ او ځيرک میني ګريډ لپاره د ډيجیټل ټيکنالوژيو لکه سنسرو، ځيرکو پروګرامونو چمتو کول چې په ریښتيني وخت کې د برېښنا غوښتنې برابروي، لګښتونه کموي او د شبکې د ټيکاو او خونديتوب سبب ګرځي. لېوال سېک د کلاوډ پر بنسټ پاکې انرژي، ځيرک کور او د ځيرک ګرېډ پيداوارو پورټل او د مایکرو ګرېډ او سترو شرکتونو لپاره د مديريت او بل کولوسیسټم لري. لېوال سېک اړتياوړ لمريزې اسانتياوې، ځيرک کورونه، ځيرک ګریډ، د اسانتياوو مديريت پرواګومونه او میټرو لپاره پيداوار، چوپړتياوې، او اسانتياوې وړاندې کوي. د ٢٠٢٣ کال د سپتمبر په لومړۍ د رامنځته کېدو راهيسې ، لیوال سيک بازار ارزونه وکړه، د لمریزې انرژي سکتور کې یې ځایي او نړيوال شریکان وموندلي، لیوال سيک ژمن دی چې د راتلونکو نسلونو لپاره د ژوند په روښانه کولو کې پرمختللى شرکت ووسي.
اړتياوړ لمريزې اسانتياوې
غوره، نوښتګر او ارزانه، شنې انرژي اسانتياوې چمتوکول.
هايدروجني انرجي
د هایدروجن جوړونې، زېرمتون او کارولو اسانتياوي او سيسټم لپاره دلته وګورئ.
ځيرکې مينې او د شيانو انټرنټ
د وخت، انرژي سپما او سامانونو ژغورنې لپاره، زموږ د ځيرکې مينې او د شيانو انټرنټ د لوراوان، وايپاى، زيګبي او زيويو وسایل د ليرې څخه پر انټرنټ یا په ځایي ډول د پوستغالي له لارې د رڼا، تودوخې او انرژي کارولو چارو سمبالول برابروي، اخيستلو لپاره ولټوئ.
موږ هر ژبه کې بشپړ ووريز د محاسبې او ادارې پروګرام هغو کمپنيو ته ورکوو چې سېک لکه چوپړتيا کاروبار کوي چې د لېوال محاسب پرمټ چلېږي. لېوال محاسب د اداره کولو، حسابدارۍ، لوژيستکي، کاروبار اسانه او بريالي کولو يو نوى ووريز(کلاوډ) کمپيوټري پروګرام دى. ټول سيسټم د ونې په څېر ښاخ پر ښاخ کار کوي چې محاسبه، اداره او توکو مديريت د کتابچو په څير ساده او اسانه کوي.
محاسب سېک لپاره د بريښنايي شرکتونو د اداري، مالي ،توکو مديريت او په ليکه خپرولو ننګونې له منځه وړي. د نندارې لپاره اړيکه وکړئ.
نور وګورئ.
0